یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په بدخشان کې د ماشومانو او ميندو پر خوارځواکۍ د يونيسف اندېښنه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف په بدخشان کې د ماشومانو او میندو د خوارځواکۍ پر پراخېدو اندېښنه ښودلې ده. د یونیسف په یو راپور کې ویل شوي، چې په بدخشان کې ښايي سږ کال ۱۶۵ زره ماشومان او ۹۳ زره امیدوارې او شیدې‌ورکوونکې مېرمنې خوارځواکه شي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو اړوند دې ادارې همدا راز په بدخشان کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر خورا لوړ بللی دی. له دې مخکې هم د یونیسف په ګډون یو شمېر نړیوالو ادارو په افغانستان کې د لوږې، بېوزلۍ او بې‌روزګارۍ د کړکېچ له امله د خوارځواکۍ پر پراخېدو اندېښنې ښودلې وې او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی و.

- Advertisment -spot_img