د فلسطین د خپلواکې ادارې لومړي وزیر محمدمصطفی ويلي، چې د یوه خپلواک، ازاد او پرمختللي هېواد په توګه د فلسطین غوښتونکي دي. هغه زیاته کړې، چې د دوه حکومتي حللارې په اړه نړیوال کنفرانس باید یوازې پر اعلامیو بسنه ونهکړي، بلکې عملي ګامونو ته لاره واره کړي. محمدمصطفی دا څرګندونې د ملګروملتونو په یوې ځانګړې غونډه کې وکړې، چې هدف یې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د شخړې د حل لپاره د دوه دولتونو په توګه د حللارې بیا ژوندي کول وو. نوموړي ویلي: « د دولت په توګه د فلسطین رسمیت پېژندنه، یوازې یوه سیاسي پرېکړه نه، بلکې د سیمې د سولې، ثبات او امنیت لپاره یوه مهمه پانګونه ده.» د یادونې وړ ده چې دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د دوو دولتونو د حللارې د بیا راژوندي کولو لپاره هڅو یو ځل بیا زور اخیستی دی.



