شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سوریه کې را روانه میاشت پارلماني ټاکنې کېږي

د سوریې د انتخاباتو کمېسیون ويلي؛ تمه ده په دې هېواد کې به په راروانه سپټمبر میاشت کې د لومړي ځل لپاره پارلماني انتخابات وشي. د سوریې سنا دولتي خبري آژانس د انتخاباتو د کمېسیون د رییس محمد طها له قوله راپور ورکړی، چې د خلکو د شورا د ۲۱۰ کسیز پارلمان د غوراوي لپاره به انتخابات د سپټمبر د ۱۵ او شلمې نېټې ترمنځ ترسره شي. د خبر له مخې ولسمشر احمدالشرع د انتخاباتو د قانون مسوده ترلاسه کړې، چې له مخې یې د پارلمان د غړو شمېر له ۱۵۰ څخه ۲۱۰ ته لوړ شوی دی. د پارلمان د غړو له دریو یوه برخه به ولسمشر غوره کوي. د سوریې حکومت ژمنه کړې چې دا انتخابات به ټولشموله وي او همدا راز بهرنیو څارونکو ته یې پر دې بهیر د څار بلنه ورکړې ده. چارواکي وايي د شمال د کردمیشتو سیمو او سویدا ولایت چې اکثر وګړي یې په دروزي اقلیت پورې تړلي دي، څوکۍ به د وګړو د شمېر په اساس وټاکل شي.

- Advertisment -spot_img