ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، ویلي چې واشنګټن به له ایران سره هېڅ «زیاناړونکې هوکړه» لاسلیک نه کړي او د هر ډول احتمالي هوکړې وروستۍ پرېکړه به خپله کوي. ټرمپ د یکشنبې په ورځ له ABC News شبکې سره په خبرو کې وویل چې دا مهال د هوکړې د جزییاتو په اړه خبرې نه شي کولای، خو زیاته یې کړه چې د ایران په اړه هر ډول خبر به «ښه خبر» وي. هغه همداراز په خپلې «ټروث سوشیال» ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې له ایران سره احتمالي هوکړه د باراک اوباما د دورې له هوکړې سره بشپړ توپیر لري؛ هغه هوکړه چې د نوموړي په وینا ایران یې اټومي وسلو ته نږدې کړی و. د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې له ایران سره خبرې په منظم او رغنده ډول روانې دي او خپلو استازو ته یې ویلي چې د هوکړې لپاره بېړه ونه کړي، ځکه د هغه په خبره «وخت زموږ په ګټه دی». ټرمپ زیاته کړه چې پر ایران فشارونه او محدودیتونه به د هوکړې تر ترلاسه کېدو پورې دوام ولري او ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي. په ورته وخت کې، مارکو روبیو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، ویلي چې په خبرو کې یو شمېر پرمختګونه شوي او واشنګټن د ایران د اټومي پروګرام د تخنیکي مسایلو پر سر کار کوي. هغه زیاته کړه چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګي د کړکېچ د کمولو لپاره د حللارې په برخه کې پرمختګونه شوي او امریکا به اجازه ور نه کړي چې ایران د دې مهمې سمندري لارې کنټرول په لاس کې واخلي.



