شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له افغانستان سره د تاجيکستان د پولې پر پیاوړتیا ټینګار شوی

د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) د تاجيکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا پر لارو چارو د خبرو لپاره غونډه وکړه. انټرفکس خبري اژانس د دې سازمان د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې ویلي، د ګډ امنیتي تړون په دارالانشاء کې غونډه جوړه شوه، له افغانستان سره د تاجیکستان د پولې پر پیاوړتیا او تجهیز خبرې وشوې. په غونډه کې د افغانستان په پوله کې د تاجيکستان سرحدي ځواکونو ته د وسلو د لېست په اړه هم بحث وشو. سره له دې، چې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او د منځنۍ اسیا هېوادونو له طالبانو سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې زیاتې کړي، له کله چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، دا هیوادونه د افغانستان له درکه وخت په وخت په امنیتي برخه کې اندېښنه ښيي.

- Advertisment -spot_img