قطر کې د اوربند وروستیو خبرو تر بې پایلې کېدو وروسته د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له حماس سره د اوربند خبرو د پای اعلان کړی. رویټرز خبري اژانس د نتنیاهو له قوله راپور ورکړی، چې اسرائیل د بندیانو خلاصون لپاره په نورو لارو چارو کار کوي. بلخوا ټرمپ هم ادعا کړې، چې حماس سوله نه غواړي. خو د حماس سیاسي دفتر غړي باسم نعیم د سولې خبرو په اړه د منځنۍ اسیا لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویټکاف منفي څرګندونې د واقعیت خلاف بللې دي. ښاغلي نعیم ویلي، ویټکاف په دې ښه پوهېږي، چې د وروستیو خبرو فضا مثبته وه، خو منفي څرګندونې له هغو شرایطو سره په ټکر کې دي، چې د خبرو اترو پړاو کې شامل و، په خبره یې، دا ډول دریځ د اسرائیلو موقف ته د خدمت کولو په شرایطو کې راځي. له غزې د اشغالګر ځواکونو شاتګ او له ۶۰ ورځني اوربند وروسته د غزې د برخلیک په ټاکلو اختلاف د خبرو پر وړاندې اصلي خنډونه بلل شوي. دا په داسې حال کې ده، چې نړيوالو مرستندویه بنسټونو، سازمانونو، ملګرو ملتونو او د خوړو نړیوال پروګرام غزه کې انساني ناورین باندې جدي اندېښنه ښودلې.



