په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو پر مخنیوي په رسمي ډول اعتراض وکړ. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال په مشرۍ یوه جګپوړي پلاوي په دې اړه د وروستي سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره مفصلې خبرې کړې دي. پاکستاني رسنیو ته د خپل هیواد حکومتي سرچینو ویلي، طالب پلاوي یادونه وکړه، چې پاکستان د سږ کال له مې میاشتې راهیسې اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان سوداګريز توکي د واګې بندر له لارې هندوستان ته صادر شي، چې دا د ۲۰۱۰ م کال د افغانستان–پاکستان د ترانزیټي سوداګرۍ له تړون سره په تضاد کې ده. افغان سوداګر وايي، چې د پاکستان له لوري د واګې بندر له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو په لاره کې خنډونو دوی ته درانه تاوانونه اړولي دي.



