د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په فاریاب کې د میمنې-اندخوی د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد لین د بیارغونې پروژه ګټې اخیستنې ته سپارلې، چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۶۰ زره کورنۍ او نور مصرفوونکي له باثباته برېښنا برخمن شي.
ښاغلي برادر د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د برېښنا اړتیاوې پوره او د صنعتي فعالیتونو د پراختیا لپاره به هم زمینه برابره شي.
د معلوماتو له مخې، د میمنې-اندخوی د برېښنا د لېږد لین ۱۳۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د بیارغونې چارې یې د شاوخوا ۱۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د افغان انجنیرانو له لوري بشپړې شوې او مالي تمویل یې له دولتي بودجې څخه شوی دی.
ملا عبدالغني برادر همداراز ډاډ ورکړی چې تر راتلونکي یوه کال پورې به د برېښنا د زېربناوو د پراختیا نورې سترې پروژې هم پلې شي او د هېواد د برېښنا اوسنی ظرفیت به څو برابره لوړ شي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)