- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغان او ایراني چارواکو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې نوې هوکړه

د طالبانو مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند او مل پلاوي یې ایران ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د اقتصاد او مالیې له وزیر ډاکټر مدني‌زاده سره لیدلي دي.
د لیدنې پر مهال د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر افغان پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې د بهیر د چټکتیا په برخه کې د افغان لوري له هڅو مننه کړې او له افغانستان سره یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.
بلخوا، د افغانستان د مالیې وزیر د ایراني لوري له مېلمه‌پالنې مننه کړې او د پانګونې، سرحدي او ګمرکي مسایلو، سوداګرۍ، ترانزیټ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د فعالیتونو په اړه یې خبرې کړې دي.
د لیدنې په پایله کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران د ګمرکي سیسټمونو پر نښلولو، د ګمرکي فعالیتونو پر ۲۴ ساعته کولو او په بندرونو کې د موټرو د تګ راتګ پر زیاتوالي هوکړه کړې ده.
د هوکړې له مخې، د اسلام‌قلعه بندر ګمرکي فعالیتونه به د راتلونکې شنبې له ورځې څخه په ۲۴ ساعته ډول پیل شي.
همدارنګه، دواړو لوریو په بندرونو کې د خاک‌پولۍ د له منځه وړلو، د قاچاقي توکو د مخنیوي، د موټرو د ځنډېدو د کمولو او له افغانستان څخه ایران ته د صادراتو د بهیر د اسانتیا لپاره پر ګډو اقداماتو هم هوکړه کړې ده.

- Advertisment -spot_img