غزه کې د حماس ډلې خبر ورکړی، چې د یاد ښار په سوېل کې یې، د اسرائیلو پر پوځي مرکز برید کړی دی. د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې حماس بېګاه شپه د غزې سوېل د «موراګ دهلېز» په نوم د اسرائیلو د قومندانۍ او کنټرول مرکز باندې راکټي بریدونه کړي دي. بلخوا د اسرائیلو پوځ ویلي چې له سوېل خانیونس ښاره توغول شوی توغندی، په رفح ښار کې د بشردوستانه مرستو وېش مرکز ته په ۲۵۰ مټرۍ کې لګېدلی دی. د اسرائيلو پوځ زیاته کړې، چې له برید سره سره، د مرستو وېش دغه مرکز د نن ورځې لپاره هم پرانېستی، چې اوونۍ کې لسګونو زرو تنو ته مرستې ورکوي. اسرائیلو له دې وړاندې ادعا کړې، چې غزه کې فلسطینۍ ډلې د مرستو وېش بهیر ټکنی کوي، خو د حماس په ګډون ټولو ډلو دغه ادعاوې رد کړي دي. غزه کې د اسرائيلو او امریکا له لوري د بشردوستانه مرستو وېش مرکز او څـانګو کې د مرستو وېش بهیر له نیوکو سره مخ دی او ملګروملتونو هغه د «مرګ لومه» بللې ده.



