رويټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ښايي په نږدې راتلونکي کې د چین د ولسمشر «شيجینپینګ» په بلنه یاد هېواد ته سفر وکړي او د روان کال په وروستيو کې له خپل چینايي سیال سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي. د ټرمپ پر وینا؛ چین ته به دا سفر د «شيجینپینګ» په رسمي بلنه کوي. د ډونالډ ټرمپ دا احتمالي سفر داسې مهال پلان شوی، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د چین او امریکا اقتصادي اړیکې په کمسارې توګه ترینګلې شوې او د امریکا له لوري پر چینايي وارداتو تعرفې لګول شوې دي. د ویلو ده، چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ څو ځلې پر چین تور پورې کړی و، چې د نشهيي توکو د تولید او لېږد مخنیوی کوي. هغه ادعاوې، چې چینايي چارواکو رد کړې دي. چین او امریکا دوه هغه هېوادونه دي، چې اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړیکې یې له ډېرې پخوا ترینګلې ښکاري او په نړیوال سټېج وخت ناوخت یو بل ته ګوتڅنډنې کوي.



