د برېتانیا، جاپان، اسټرالیا او کاناډا په ګډون ۲۸ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې پر اسرائیلو غږ کړی، چې ډېر ژر دې غزه کې له جګړې لاس واخلي. اسوشټيډ پریس خبري اژانس خبر ورکړی،چې د برېتانیا په ګډون دغو ۲۸ هېوادونو په خپره کړې اعلامیه کې د ولسی وګړو کړاو خطرناک بللی او روان بریدونه یې غندلي دي. وروسته له هغې چې غزه کې مرستو ته په تمه سلګونه کسان د اشغالګرو اسرائیلو له لوري په نښه شول یادو هېوادونو وروستۍ وژنې وېروونکې وبللې. راپور کاږي،چې دغو هېوادونو د اسرائیلي حکومت د مرستو رسولو تګلاره خطرناکه بللې او زیاته کړې ده، چې دا ډول وحشت بې ثباتي زیاتوي او د غزې خلک له انساني کرامت محروموي. دغو هېوادونو ټینګار کړی، چې اسرائیل باید د نړیوال بشري قانون سره سم چلند وکړي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت بیا د غزې روان حالت ته په اشارې ویلي، دا یوه شرمندګي ده او باید سمدستي پای ومومي.



