شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ویتنام کې لسګونو سیلانیانو ژوند بایللی

د ویتنام «کوانګ نین» ولایت په «ها لونګ» خلیج کې د سیلانیانو د یوې کښتۍ د ناڅاپي چپه‌کېدو په پېښه کې ۳۴ سیلانیان مړه او ۸ نور نادرکه شوي دي. د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، چې د «ونډرسي» په نوم دې کښتۍ کې ۴۸ سیلانیان او د عملې ۵ غړي سپاره وو، چې له ناڅاپي زورور طوفان سره مخ او ډوبه شوې ده.  د راپورونو له مخې تر پېښې وروسته ژغورونکې ډلې ۱۱ تنه ژوندي را ایستلي دي. دغو سیلانیانو په «ها لونګ» خلیج کې له طبیعي او سیاحتي سیمو ننداره کوله.   په ورته وخت کې هلته ژغورونکو ډلو رسنیو ته ویلي، چې دوی د نادرکه‌شویو کسانو د موندلو هڅې پیل کړې، خو اټکل یې کړی، چې ښايي د مړو شمېر زیات شي.  د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د ویتنام په «کوانګ نین» ولایت کې له دې مخکې هم دا ډول ځینې پېښې شوې وې، چې له امله یې یو شمېر کسانو ژوند بایللی و، خو دا پېښه له ټولو خونړۍ بلل شوې ده.

- Advertisment -spot_img