جمعه, مارچ 13, 2026
جمعه, مارچ 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سوریه کې کورنیو جګړو بیا زور اخیستی

د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې حکومت ویلي، امنیتي ځواکونه د امنیت ټینګښت په موخه سویدا ولایت ته رسېدلي او ځینې سیمې له وسله والو جنګیالیو پاکې شوې دي. په ورته مهال عیني شاهدانو د ښار په شاوخوا کې د ډزو د دوام راپور ورکړی او د سویدا په یوه روغتون کې چارواکو د ټپیانو د مخ پر زیاتېدونکي شمېر په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. احمد الشرع اسرائیل سوریه کې په بې ثباتۍ تورن کړي او زیاته کړې یې ده، چې دروزي وسله والې ډلې په بدوي قبیلې بریدونه کړي دي. د سوریې په سویدا ولایت کې د دروزي او بدوي ډلو ترمنځ نښتې چې له یوې اوونۍ راهیسې دوام لري سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی، د دغو جګړو له پیل راهیسې لږترلږه ۹۴۰ تنه وژل شوي دي.

- Advertisment -spot_img