یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د لوګر کرېکټ لوبغالي کې یوه پروژه ګټنې ته وسپارل شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې مسئولينو خبر ورکړی، چې د لوګر مرکز‌ پل علم ښار د کرېکټ لوبغالي کې د څلور میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې او رسما پرانيستل شوه. پل‌علم کې د یادې پروژې پرانېستې مراسمو ته د کرېکټ بورډ ادارې یوه مسئول محمدنعیم لېوال ویلي: «دغه پروژه کې د لوګر کرېکټ لوبغالي هوارکاري، چمن کرل، اوبو څاه او د اوبو منظم سیسټم شامل وو، چې چارې یې د یوه کال په موده کې د یادې ادارې په مالي لګښت بشپړې شوې.» ورته مهال لوګر کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع‌الله صمیم بیا د لوګر کرېکټ لوبغالي بیارغول، د کرېکټ مینوالو لپاره یوه لویه لاسته‌راوړنه وبلله او د کرېکټ بورډ په مسئولينو یې غږ کړی، چې د کرېکټ برخه کې د لوګر ورزشکارانو غوښتنو ته رسېدنه وکړي. د جوړې شوې غوندې په پای کې د کرېکټ بورډ ادارې له لوري د لوګر کرېکټ لوبغالي کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوبغاړو د روزنې مرکز بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.

- Advertisment -spot_img