چهارشنبه, جنوري 14, 2026
چهارشنبه, جنوري 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي په تور د سلګونو ځوانانو قضیې بیا څیړل کېږي

د اسلام اباد سترې محکمې، د سلګونو کورنیو له غوښتنې وروسته، د هغو کسانو د قضیو په اړه د دولتي څېړنې امر کړی، چې مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیول شوي دي.
د محکمې قاضي اعجاز خان ویلي، دوی تر یوې میاشتې یو کمیسیون جوړوي او هغوی به د څلورو میاشتو په موده کې خپلې څېړنې بشپړې کړي.
د نیول شویو کسانو چې تر ډیره ځوانان دي، مدافع وکیلانو د محکمې دا حکم ستایلی او ویلې یې دي، کورنۍ اوس احساس کوي چې غږ یې اوریدل کېږي.
له ۲۰۲۲ م کال راهیسې په پاکستان کې د هغو ځوانانو نیول زیات شوي، چې په انلاین فعالیتونو په ځانګړې توګه وټس اپ کې مقدساتو ته په سپکاوي تورن شوي دي.
فرانس پریس لیکلي، د تېر کال اکتوبر میاشتې د یوه راپور له مخې، ۷۶۷ تنه پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي په تور بندیان دي او محکمې ته انتظار دي.
مقدساتو ته سپکاوی د پاکستان د قانون له مخې داسې جرم دی، چې مجرم یې د اعدام له سزا سره مخامخ کېږي.

- Advertisment -spot_img