یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لوګر کې د دوو کورنیو تر منځ روغه جوړه شوې

لوګر کې د طالبانو د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسئولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه جوړه شوې.
د یاد ریاست ویاند مولوي اکرام‌الله عزیز ویلي: «دغه دښمني شاوخوا ۱۶ کاله وړاندې د دوو کورنیو ترمنځ د یو شمېر ستونزو له امله رامنځته شوې وه، چې د یوه کس د قتل ترڅنګ دواړه کورنیو خپلې واده کړې لوڼې په دې موده کې په خپلو کورونو کې کېنولې وې، خو اوس دغه دښمني زموږ په هڅو پر دوستۍ بدله شوه.
هغه دغه راز زیاته کړې، دغه دښمنۍ په مرکز پل‌علم کې د ستانکزیو قوم اړوند د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې بالاخره یوه او بل ته یې بښنه وکړه.
د یادونې ده، له دې مخکې هم لوګر کې د طالبانو د امربالمعرف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو او قومونو او قبایلو چارو ریاستونو له لوري ورته یو شمېر لويې او وړې دښمنۍ هوارې شوې دي.

- Advertisment -spot_img