په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د ځوانانو د مهارت د نړيوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی، چې د افغان ځوانانو ملاتړ کوي.
دغې ټولنې نن سې شنبه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، پر هغو مهارتونو پانګونه کوي، چې کاري فرصتونه رامنځته کوي او هیلې ژوندۍ ساتي.
د دې ټولنې پر وینا، د افغانستان ځوانان به د پلان لیکنې، خياطۍ او کرنې د زده کولو له لارې یو غوره راتلونکی جوړ کړي.
دې ټولنې زیاته کړې: «موږ د افغانستان د خصوصي سکټور او سوداګریز نوښت ملاتړ کوو، چې د ځوانانو د مهارتونو د پراختیا، نوښت او اقتصادي پايښت اصلي ستنې دي.»
اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې د افغانستان نجونې د لا زیاتو فرصتونو وړ دي، نه د محدودیتونو.
دې ټولنې یو ځل بیا له افغان ښځو او نجونو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
اروپايي ټولنې له دې وړاندې هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو د پياوړتيا ملاتړ کړی و.



