دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د هېواد نامتو شاعر مطیع الله تراب له نړۍ وکوچېد

‏د هېواد نامتو حماسي شاعر، مطیع الله تراب د زړه حملې له امله ناڅاپي مړ شوی دی.

د تراب مړینه د هغه نږدې خپلوانو او ملګرو تایید کړې ده.
د نوموړي شاعري په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې د وطن دوستۍ، یووالي او ناخوالو د یادولو له امله ډېره مشهوره وه او ګڼ مینه وال یې درلودل.
مطیع الله تراب په وروستیو کې د ولسي/حماسي شاعر په توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې مشاعرو کې هم ګډون کاوه.
ویل کېږي، چې د نارنج ګل په وروستۍ مشاعره کې، د شعر په ژبه له طالبانو د هغه سختې غوښتنې هم د دې لامل شوې وې، چې هېواد کې پر مشاعرو پراخ محدودیتونه او بندیزونه ولګول شي.
تر اوسه د مطیع الله تراب د جنازې د وخت او ځای په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.
د افغانستان ادبي او کلتوري ټولنې ترڅنګ ګڼو شاعرانو او فرهنګیانو د هغه ناڅاپي مړینه لویه ضایع بللې ده.

- Advertisment -spot_img