دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کانګو کې د خونړیو بریدونو له امله لسګونه تنه وژل شوي

له تېرو څو ورځو راهیسې د کانګو هېواد په ختیځ کې کې د وسله‌والو ډلو د خونړیو بریدونو له امله ۶تنه وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د یوې راډیو په راپور کې ویل شوي چې دا بریدونه د «ایتوري» ولایت په یوه ناامنه سیمه کې شوي او د ډېرو کسانو سرونه پرې شوي دي.
د راپورونو له مخې چې دا وژل له داعش سره د بیعت‌کوونکې یوې ډلې له لوري شوي، چې د کانګو په سرحد او اوګانډا کې فعالیت لري.
په راپورونو کې دا بریدونه له څه مودې ځنډ وروسته تاوتریخوالي ته د دې ډلې د بیرته راستنېدو نښه بللې ده.
د کانګو ختیځه سیمه، په ځانګړې توګه د ایټوري او کیوو ولایتونه، د ګڼ شمېر وسله والو ډلو او بډایه معدني سرچینو د شتون له امله د لسیزو راهیسې د دوامداره ناکراریو سره مخ دي. شخړې په سلګونو زره خلک بې ځایه کړي او د زرګونو خلکو ژوند یې اخیستی دی.
ملګرو ملتونه، چې سیمې ته یې سوله ساتي ځواکونه استولي هم د ملکي وګړو په بشپړ ډول د ساتنې په برخه کې د پاتې راتلو له امله له نیوکې سره مخ شوي دي.
سیمه ییزو او نړیوالو چارواکو دا بریدونه غندلي دي. په ایتوري کې د ملګرو ملتونو د ماموریت ویاند، جین ټوبي اوکالا، دا پېښه د «وینې بهېدنه» بللې او د تاوتریخوالي د بندولو لپاره یې د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

- Advertisment -spot_img