شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مسعود پزشکيان د اسرائيلو په بريدونو کې هم ټپي شوی و

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ولسمشر مسعود پزشکیان د اسرائیلو د هوايي بریدونو په ترڅ کې له ښکته پوړ څخه د تیښتې پرمهال ټپي شوی دی.

د ایران اسلامي جمهوریت پورې تړلې رسنۍ فارس خبري اژانس ويلي، دا برید د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې ترسره شوی، د تهران په لوېدیځ کې د یوې ودانۍ په ښکته پوړونو کې د رژیم د مشرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون یوه غونډه په نښه کړه.
په برید کې، اسرائیلو د ودانۍ په ننوتلو او وتلو لارو شپږ بمونه یا توغندي ووېشتل ترڅو د تېښتې لارې بندې کړي او د هوا جریان پرې کړي، دا هغه طریقه ده، چې په لبنان کې د حزب‌الله مشرانو د له منځه وړلو لپاره کارول کېده.
د راپورونو له مخې،له چاودنو وروسته برښنا قطع شوه، خو ایراني چارواکي، په شمول د پزشکیان د بیړني لارې په کارولو سره له ودانۍ څخه په تېښته بریالي شول.
په ورته وخت کې، د پزشکیان په ګډون ځینې ایراني چارواکي د تېښتې پرمهال د پښې کوچني ټپونه ترلاسه کړل.
د فارس خبري اژانس ټینګار وکړ، چې د برید په اړه د استخباراتو لوړه کچه د نفوذي کس د شتون په اړه اټکلونه پیاوړي کړي او د ایران استخباراتي ادارې د دې احتمال په اړه څېړنه کوي.
د اسرائیلو د دفاع وزیر مخکې تائید کړې وه، چې دوی پلان درلود د اسلامي جمهوریت مشران، په شمول د علي خامنه‌ای، ووژني، خو دوی د دې پلان د عملي کولو فرصت نه درلود.
دغه برید د ایران په پوځي او اټومي تاسیساتو باندې د اسرائیلو د پراخو بریدونو یوه برخه وه، د ۱۲ ورځني جګړې لامل شو، چې په کې اسرائیل وتوانېد چې د شپې لسګونه لوړ پوړي ایراني چارواکي له منځه یوسي او په چټکۍ سره د ایران د هوايي حریم بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.
خپلواکو ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د جګړې له پای ته رسېدو څو اوونۍ وروسته، د هېواد چارواکي یا له پټېدو څخه نه دي راوتلي یا یې د چریکي ژوند طرز غوره کړی دی.

- Advertisment -spot_img