د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، له امریکا سره هېڅ داسې هوکړه نه کوي، چې هغه کې د یورانیمو پخول شامل نه وي.
عراقچي پرون په تهران کې د سفارتونو له استازو سره په یوه غونډه کې دا خبره وکړه.
هغه که څه هم د ایراني او امریکایي مرکچیانو د راتلونکو خبرو کومه نیټه مشخصه نه کړه، خو هڅې روانې دي، چې ایران او امریکا د تهران د اټومي فعالیتونو په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.
عراقچي ویلي، په هغو اټومي تاسیساتو کې، چې د اسراییل او ایران ۱۲ ورځنۍ جګړه کې پرې برید وشو، د راډیو اکتیف وړانګو خطر شته.
د ایران او اسراییل له ۱۲ ورځنۍ جګړې مخکې څوځله ایراني او امریکایي مرکچیانو یوې اټومي هوکړې ته د رسیدو په سر خبرې وکړې، خو په ظاهره بې پایلې وې.
د جګړې پر مهال امریکا د ایران پر دریو اټومي بټیو، فوردو، نطنز او اصفهان باندې هوایي بریدونه وکړل.



