دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د کرېکټ ملي لوبغاړو له راستنو افغان کډوالو ملاتړ اعلان کړی

د افغانستان کرېکټ د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو له پاکستان او ایرانه په زور ایستل‌شویو کډوالو ته هرکلی ویلی او وایي، چې په يووالي او لوی زړه باید د کډوالو ملاتړ وشي.

د افغانستان کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو حشمت‌الله شهیدي، رحمان‌الله ګربز او یو شمېرو لوبغاړو لخوا له پاکستان او ایرانه په زور ایستل‌شویو کډوالو ته هرکلی ویل شوی.
لوبډلمشر شهیدي پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې په دې وروستیو کې شاوخوا ۴ لکه افغان کډوال له ایرانه اړ ایستل شوي دي او دا لړۍ روانه ده ټولنیزو رسنیو کې مې هغه دردونکې ویډیوګانې وکتلې دا بې‌وزله، بې‌ساته او له کړاوونو سره مخ خلک، چې ښځې، ماشومان او مشران په کې شامل دي، اوس زموږ د خواخوږۍ، مرستې او ملاتړ شدیده اړتیا لري.»
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام پر سوداګرو، صنعت‌کارانو او په ځانګړي ډول بهر مېشتي افغان تجاران او پانګه‌والو غږ کړی، چې دغو کډوالو ته د مرستې لاس ور وغځوئ.
له دې سره رحمان‌الله ګربز پر خپله اېکس پاڼه له ایران څخه په زور د ایستل‌شویو افغان کډوالو د انځور د نشر کولو سره هم مهاله له هېوادوالو غوښتي، چې په يووالي او لوی زړه باید د کډوالو ملاتړ وشي او هغوی ته روحیه ورکول شي.
باید وویل شي، چې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له افغان کډوالو سره د ناسم وضعیت، ناورین، د کورنیو د کمزوري اقتصادي حالت او ورته نورو پېښو کې زيات مهال د ملي لوبډلې بېلابېلو لوبغاړو پر نړیوال دريځ غږ پورته کړی دی.
د یادولو ده چې د کرېکټ ملي لوبغاړو له دې وړاندې هم د هرات او پکتیا د زلزلې او په هېواد کې د سېلاب‌ځپلو کورنيو سره مرستې کړي دي.

- Advertisment -spot_img