چهارشنبه, جنوري 14, 2026
چهارشنبه, جنوري 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسراییلو ملي سپوږمکۍ او فالکن ۹توغندی فضا ته استولي

اسراییلو نن یکشنبې اعلان کړی چې د “درور ۱” په نوم خپله نوې ملي سپوږمکۍ يې د فالکن۹ توغندي سره یو ځای د امریکا له اسپیس شرکته فضا ته استولې ده.
د اسراییلو د فضايي صعنت او د بهرنیو چارو وزارت په خبره، سپوږمکۍ د فلوریدا د کیپ کاناورال له اډې توغول شوې ده.
وړاندې ویل شوي، دا سپوږمکۍ چې ۲۰۰میلیونه ډالره ارزښت لري د راتلونکو پنځلسو کلونو لپاره به په فضا کې د اسراییلو لپاره د ارتباطاتو مهمه وسیله وي.
اسپیس ایکس ویلي، سپوږمکۍ يې د فلوریدا په وخت یوه بجه توغولې.
د اسراییلو د فضايي صعنت ادارې د دغې سپوږمکۍ توغول د اسراییلو د تکنالوژۍ په پرمختګ کې یو لوی ګام بللی دی.
په ۲۰۱۶م کال کې د اسراییلو یو بې پیلوټه فالکن۹ توغندی په فلوریدا کې په ازمویښتي پرواز وچاوده، چې ورسره د اسراییلو د اموس۶ مخابراتي سپوږمکۍ چې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو ارزښت يې درلوده له منځه لاړه.

- Advertisment -spot_img