شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

دومینیکا کې مسافر وړونکې بېړۍ ډوبه شوې

د دومینیکا چارواکو خبر ورکړی، چې د کډوالو او پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله څلور کسان مړه او ۲۰ نور تري تم دي.

د دوی پر وینا، ۱۷ نور کسان چې د امریکا تر کنټرول لاندې پورتوریکو ته روان وو، ژغورل شوي دي.
د دومینیکا او هایټي هېوادونو اوسېدونکي لاهم هڅه کوي، چې په یادې مرګونې لارې د ښه ژوند جوړولو لپاره خپل ټاکلي هدف ته ځان ورسوي.
د چارواکو پر وینا، په ژغورل شويو کسانو کې ۱۰ تنه د دومینیکا او پاتې د هایټي اوسېدونکي دي. له دومینینکا جمهوریت پورتوریکو ته د کډوالو تګ د پخوا په پرتله زیات شوی او پناه غوښتونکي او کډوال پر دې یوه طرفه لار قاچاق وړونکو ته ۷۰۰۰ ډالر ورکوي.
د یاد هېواد چارواکي زیاتوي چې کډوال په یوه داسې کښتۍ چې له لرګیو او فایبرګلاس جوړه وي، لېږدول کېږي چې ډېری وخت د مرګ له ګواښ سره مخ وي.
مونا ټاپو چې طبیعي خوندي شوې ټاپو ده، د دومینیکا جمهوریت او پورټوریکو ترمنځ موقعیت لري او له کلونو راهیسې د قاچاق‌وړونکو له لوري کارول کېږي.

- Advertisment -spot_img