جمعه, جنوري 16, 2026
جمعه, جنوري 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا بیا اوکراین ته د وسلو لېږد پیل کړی

امریکايي چارواکو خبر ورکړی،چې دغه هېواد یو ځل بیا اوکراین ته د توپونو او سیار توغندیز سیستم مرمیو د لېږد ترڅنګ،درنې وسلې لېږدلي دي.
اوکراین ته د وسلو لېږد تېره اوونۍ ځنډول شوی و.
خو ټرمپ له پوتین سره تر «مایوسوونکو» خبرو وروسته د وسلو د لېږد ژمنه بیا تازه کړه.
ټرمپ ویلي، چې پوتین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا هڅې له “چټیاتو” ډکې بللې او ده ته یې ډېر سرخوږی جوړ کړی.
بل لورته پر کییف د نن پنجشنبې ورځې د سهار بریدونو له امله لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي، ۱۳ ټپیان دي او ګڼو استوګنیزو ودانیو کې اورونه لګېدلي دي.
په یوه بل خبر کې راغلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو نن پنجشنبه په کوالالمپور کې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر مهال د روسیې له بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف سره کتلي دي.

- Advertisment -spot_img