پنجشنبه, جنوري 22, 2026
پنجشنبه, جنوري 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کینیا؛ د حکومت ضد لاریونونو کې ۳۱ تنه وژل شوي

کینیايي چارواکو خبر ورکړی، چې د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت ضد لاریونونو پرمهال د تاوتریخوالي او اخ‌ډب له امله ۳۱ تنه وژل شوي دي.

د بشرحقونو څار کمېسیون په خبرپاڼه کې ویلي، چې د لاریونونو پرمهال ۱۰۷ کسان ټپیان شوي. یاد کمېسیون له دې وړاندې د وژل شویو شمېر ۱۰ او د ټپیانو بیا ۲۹ تنه ښودلی و. د یاد کمېسیون پر وینا، ۵۳۲ تنه نیول شوي هم دي.
د کینیا بشرحقونو څار کمېسیون پر پولیسو تور لګولی، چې د لاریون‌کوونکو د خورولو لپاره یې، له وسله‌والو ډلو سره همکاري کړې ده. د لاریون پرمهال ګڼو هټیو او عامه ځایونو ته هم زیان اوښتی دی.
یاد کمېسیون ویلي: «بشرحقونو ټولې سرغړونې په کلکه غندي او د ټولو مسئولو خواوو څخه د پولیسو، ملکي وګړو او نورو ټولو ښکیلو اړخونو په ګډون د حساب ورکولو غوښتنه کوي.»
دغه لاریونونه کینیا کې د مالیې لوړولو او د خلکو کمزوري اقتصادي وضعیت، فساد او د پولیسو تاوتریخوالي له امله له تېرکال راهیسې روان دي.

- Advertisment -spot_img