د افغانستان برښنا شرکت خبر ورکړی،چې هرات کې د ۶۴ میلیون ډالرو په لګښت د ۲۰۰ میګاواټه په ظرفیت سره د بادي برښنا له ټولو ستره پروژه پرانیستل شوه.
د دغې پروژې چارې نن شنبه د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون او د «۷۷» ترکي شرکت مسئولينو په حضور سره پیل شوې.
د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند د يادې پروژې د پرانيستې مراسمو کې ویلي، افغانستان له کلونو په وارداتي برېښنا تکیه کړې، چې له یوې خوا قیمته او له بلې خوا د اوږد مهال لپاره ډاډمنه او ګټوره نه ده، دا پروژې به نه یوازې دا چې د افغانستان اړتیا پوره کړي، بلکي اقلیمي بدلون سره مبارزې کې هم مهمې دي.
د برښنا شرکت اجرائيوي مشر عبدالباري عمر د دغې پروژې پرانیستې مراسمو ته ویلي، د برښنا د یادې پروژې لومړی فاز چې د ۴۳.۲ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري، کارونه یې نن د لوړ پوړو چارواکو په حضور سره پیل شول.
د مسئولينو پر وینا، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د هرات د صنعتکارانو د برښنا ستونزه حل شي.
دغه راز د برښنا شرکت مسئولينو هرات کې د ۵ میګاواټه لمریزې برښنا تولید پروژه هم پرانیستله.
په دې وروستيو کې په کور د ننه د برښنا کمښت د صنعت پرمختګ او ورځنیو اسانتیاوو ته د هېوادوالو لاسرسي پر وړاندې مهمه ننګونه شمېرل کېږي.



