پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزني کې ۶ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د غزني ولایت د «ګیلان» ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار په لاره د ترافیکي پېښې له امله ۲ تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.

په دې اړه د ياد ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي،چې سراچه موټر پرون د ګیلان ولسوالۍ په «پښ کندې» سیمه کې چپه شوی او شپږو تنو په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینې د دې پېښې لامل د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې او ټپيان د درملنې په موخه د غزني حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې،چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

د ویلو ده چې د ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو ترڅنګ وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي.

- Advertisment -spot_img