پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د فولوکس واګون د جوړېدو موخه څه وه؟

له نن څخه ٨٨ کاله وړاندې یوې کمپنۍ له لوري چې اصلاً په یوه نازي سازمان (د جرمني کارګري جبهه) پورې یې تړاو درلود، د فولوکس واګون په نوم چې معنا یې ده «د خلکو موټر»، ارزان بیه موټر جوړ شو.

د دې موټر د جوړولو لپاره د جرمني کارګرې جبهې په ۱۹۳۴ م کال اتریشی انجنیر فیردیناند پورشې وګوماره او په ۱۹۳۸ م کال کې یې په کوز ساکسوني ایالت کې نوې کارخونه جوړه کړه.

په ۱۹۳۹ م کال مخکې تر دې چې دوهمه نړیواله جګړه پیل شي د فولوکس واګون پراخ تولید پیل شو.

دا فابریکه چې فولوکس واګون په کې جوړ شو، د پوځي وسلو او وسایطو د جوړېدو په هدف جوړه شوې وه.

خو اوس دا موټر، چې د جوړېدو هدف یې ارازنه موټر و، د نړۍ ارزانه موټر نه ګڼل کېږي. په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې فولوکس واګون د موټر جوړولو د نړۍ یو له ټولو ستر شرکت وګڼل شو. د دغه موټر تر ټولو ستر بازار چین دی.

د فولوکس واګون مرکزي دفتر د جرمني په وولفسبورګ کې دي.

فولوکس واګون اوس د نړۍ په لسو تر ټولو ډېرو پلورل کېدونکو موټرو کې درېیم مقام لري. د اتو ګایډ کام د درجه بندۍ پر اساس ټویوټا ۳۷ اعشاریه ۵ میلیونه، فورډ ۳۵ ميلیونه، فولکس واګون ګلف ۲۷ اعشاریه ۵ ميلیونه او د فولوکس واګون بل ماډل فولوکس واګون بیټل ۲۳ اعشاریه ۵ ميلیونه پلورل کېږي.

د دې درجه بندۍ له مخې د فولوکس واګون بل ماډل پسات نهم ځای لري او ۱۵ اعشاریه ۵ ميلیونه پلورل کېږي.

- Advertisment -spot_img