پنجشنبه, مې 28, 2026
پنجشنبه, مې 28, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران د امریکا د بندرعباس پر حمله او د ټرمپ د عمان پر ضد د ګواښونو غندنه وکړه

اسماعیل بقايي، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د پنجشنبې په ورځ ، د امریکا د بندرعباس پر حمله او د عمان په اړه د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې چې ګواکې د تهران سره د هرمز تنګي د همکاریو په صورت کې به عمان له منځه یووړل شي، په کلکه غندلي دي. بقايي دغه اقدامات «د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت پر ضد ښکاره تېری» بللی او ویلي یې دي چې دا کړنې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض ګڼل کېږي. هغه ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د امریکا د دغو «غیرقانوني اقداماتو» په وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړي او عاملان یې حساب ورکولو ته راکاږي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د پنجشنبې په سهار اعلان کړی چې څلور بریدګر ایرانی بې پیلوټه الوتکې یې شنډې او ویشتلې دي، او د پنځمې بې پیلوټه الوتکې د توغولو ځای یې تر هدف مخکې په نښه کړی دی. بقايي همدارنګه د عمان په اړه د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د داسې یوه «دوست او ورور هېواد» ګواښل چې په سیمه کې د منځګړیتوب او ثبات مهم رول لري، د نړیوالو اړیکو په برخه کې د «زورواکۍ او قانون ماتونې» څرګندونه ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابینې په یوه غونډه کې په سپینه ماڼۍ کې ویلي وو چې که عمان د تهران سره د هرمز تنګي په تړاو همغږي وکړي، نو باید د نورو هېوادونو په څېر چلند وکړي، که نه نو «موږ به یې له منځه یوسو».

    - Advertisment -spot_img