جمعه, دسمبر 12, 2025
جمعه, دسمبر 12, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د صنعا پر هوايي ډګر د اسرائيلو تازه بریدونه

پر اسرائیلو له یمن د دوو توغندیزو بریدونو یوه ورځ وروسته د یمن پلازمېنې صنعا هوايي ډګر باندې اسراییلي ځواکونو هوايي بریدونه کړي دي.

د حوثي ډلې اړوند المسیره ټلوېزیون نن چهارشنبه راپور ورکړی چې پر دغه هوايي ډګر څلور بریدونه شوي،چې پرمهال د الوتکې ځغاستې لیکه او یوه الوتکه په نښه شوې ده.

د اسرائیلو د دفاع وزیر، اسرائیل کاټز ویلي چې د اسرائیلو هوايي ځواکونو په هوايي ډګر کې د حوثیانو ترهګریز اهداف په نښه کړي او پر وینا یې، «د دوی وروستۍ پاتې الوتکه یې ویجاړه کړې.»

کاټز ویلي: «دا یو څرګند پیغام او زموږ د پالیسۍ دوام دی، هرڅوک چې د اسرائیلو پر دولت ډزې کوي، هغوی به درنه بیه پرې کړي.»

د صنعا هوايي ډګر چې په یمن کې له ټولو لوی هوايي ډګر شمېرل کېږي، تېره اوونۍ د اسرائیلو د پخوانیو بریدونو وروسته د لنډمهاله ترمیم او د ځغاستې بیارغونې وروسته بېرته فعال شوی و.

- Advertisment -spot_img