یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان کم عمره فوټبالران نن د تاجيکستان پر وړاندې لوبېږي

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ «کافا» سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د تاجيکستان له لوبډلې سره لوبېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ «کافا» سیالیو په لړ کې نن د تاجيکستان له لوبډلې سره لوبه کوي.

سرچینې لیکلي، یاده سیالي د افغانستان په وخت د مازدیګر په پنځو بجو د ازبيکستان په پلازمېنې تاشکند کې ترسره کېږي.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د ترکمنستان لوبډلې ته بایللې ده.

د مرکزي اسیا د ۱۷ کلنو کم‌عمره لوبغاړو د اتلولۍ (کافا) سیالۍ د ازبيکستان په کوربه‌توب روانې دي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون، د ایران، ازبيکستان، تاجيکستان، قرغزستان او د ترکمنستان د فوټبال لوبډلې برخه لري.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې تېر کال د دغو سیالیو اتلولي ګټلې وه.

- Advertisment -spot_img