کاپیسا کې طالب چارواکو خبر ورکړی د یاد ولایت په «کوهبند» ولسوالۍ کې د نښتې له امله یو کس وژل شوی او اته نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند، عبدالفتاح فایز ویلي چې دا نښته پرون ماښام د کوهبند ولسوالۍ د اوسېدونکو ترمنځ شوې ده.
د سرچینې پر وینا نښته د لارې د وېش په خاطر رامنځته شوې او په ټپیانو کې څلور ښځې هم شاملې دي.
له دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې راپور شوې چې ډېری لاملونه یې د اوبو وېش، د ځمکو او لارو وېش او د میراث مسایل بلل شوي دي.
په هېواد کې د دا ډول خونړیو پېښو له امله د نارینهوو ترڅنګ ډېری وخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوړي.
د ویلو ده چې په ځینو سیمو کې لا هم ډېرې داسې کورنۍ شته چې د ځمکو د وېش په خاطر شخړې په اوږدو دښمنیو بدلې شوې او نسل په نسل یو د بل وژلو ته منتظر دي.



