دوشنبه, دسمبر 8, 2025
دوشنبه, دسمبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پکتيا کې د ۲۴۰ بېوزلو کورنيو پر ملاتړ توکي وېشل شوي

پکتيا کې د طالبانو تر چتر لاندې د کار او ټولنيزو چارو رياست مسئولينو خبر ورکړی، چې ۲۴۰ بېوزلو کورنيو ته یې د کوچنيو کاروبارونو زمينه برابره کړې او اړين توکي يې پرې وېشلي دي.

په دې اړه د ياد رياست مسئول قاري محمدرحيم نصرت ویلي چې په دغو کوچني کاروبارونو کې خياطي، ګلدوزي، کوچني دوکانونه، کاروباري کراچۍ او د هګيو چرګانو فارمونه شامل دي.

هغه زياته کړې، دا کوچني کاروبارونه نه يوازې د مرکز ګردېز، بلکې د سيدکرم، احمدابا، احمدخېل، وزې ځدراڼ او زرمت ولسواليو اړوندو کورنيو ته هم برابر شوي دي.

نصرت ويلي: «په دغو ۲۴۰ کورنيو کې ۴۱ هغه سوالګرې کورنۍ هم شاملې دي،چې د ځانګړې کمېټې له خوا مشخصې شوې وې، نورې کورنۍ هم په‌کې شاملې دي،چې سرپرست يې معيوبین، کونډې او يا هم ډېر بېوزله کسان دي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، ياد کاروبارونه د (EPDO) مؤسسې له لوري د شاوخوا ۲،۸ ميليون افغانيو په مالي ملاتړ برابر شوي دي.

د پکتيا د اقتصاد ریيس مولوي انور راشد ويلي، یو شمېر نورو موسسو هم ژمنه کړې چې روان کال به ورته پروژې د نورو بېوزله کورنيو لپاره هم پلې کړي.

هغه له دغو اړمنو کسانو غوښتي چې له برابر شويو کاروبارونو ښه ګټه واخلي، څو د خپلو کورنيو اقتصادي ستونزې حل کړي.

هغه له اړوندو ادارو او مرستندويه مؤسسو غوښتي چې د ورته پروژو د دوام ترڅنګ نورې بېوزلې کورنۍ هم په‌کې شاملې کړي.

- Advertisment -spot_img