د طالبانو د مشرتابه د حکم پر اساس، د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره هلمند کې له بزګرانو د “۳۶۲۰” مټریک ټنه غنمو د پېرلو بهیر پیلېږي.
هلمند کې د طالبانو د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض پرون دوشنبې د کرنې ریاست د غنمو پېرلو پروسې ارزولو او د تطبیق په موخه د همغږۍ غونډه هم ترسره کړې ده.
غونډه کې له هلمندي بزګرانو غوښتل شوي چې که اضافي غنم لري، نو د پلور لپاره دې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ته مراجعه وکړي.
د کرنیزو چارو کارپوه عبدالبصیر صمیم دا یو مثبت ګام بولي او وايي، دا ډول پروګرامونه نهیوازې د بزګرانو حوصله لوړوي، بلکې د هېواد اقتصادي خپلواکۍ ته هم لاره هواروي.
عبدالغفور چې د ناوې ولسوالۍ یو بزګر دی، ویلي:«موږ ډېر خوښ یو چې دولت زموږ غنم پېري، دا به موږ ته ډېر مالي ثبات راولي،خو هیله لرو چې پیسې پر وخت راکړل شي.»
د طالب چارواکو پر وینا، د هلمند له بزګرانو د غنمو پېرلو پروسې څخه موخه یې ځان بسياینه، د ملي تولید ملاتړ او د بزګرانو اقتصاد پیاوړي کول دي.



