چهارشنبه, جنوري 14, 2026
چهارشنبه, جنوري 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی ټاکل شوی

د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې ایټالیایي «وینچنزو البرتو انزه» د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزنکي په توګه ټاکل شوی دی.

ياد فدراسیون نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، ټاکل شوې دغه روزونکی به د سوریې پر وړاندې لوبه کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې سره یو ځای شي،چې د ۲۰۲۵ م کال د جون په لسمه به د اسیا جام په غوراوي سیالیو کې ترسره شي.

د فوټبال فدراسیون ویلي، ۴۰ کلن وینچنزو البرتو انزه د ایټالیا اوسېدونکی دی او د بیلیز او ټایلنډ د ملي لوبډلو روزونکي په توګه یې دنده ترسره کړې ده.

نوموړي، په اندونیزیا، فلسطین، ګانا، لیتوانیا، کوسوو، بیلاروس او هند کې د کلپونو په کچه هم د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

د یادونې ده، له دې مخکې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی یو ازبيکستانی و.

- Advertisment -spot_img