چهارشنبه, جنوري 14, 2026
چهارشنبه, جنوري 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ پر اوکراین د روسیې د حملو پر دوام سخت غوسه شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پر خپل روسي سیال ولادیمیرپوتین سخت انتقاد کړی او ویلي يې دي،چې دی پر مسکو د نورو مالي اقداماتو په اړه غور کوي.

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې روسیې د اوکراین پر خاوره د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د خونړیو حملو لړۍ پیل کړې ده.

ټرمپ پرون په نیوجرسي کې خبریالانو ته ویلي چې دی د پوتین له اقداماتو خوشاله نه دی، ځکه د ده پر وینا پوتین ډېر خلک وژني او دی نه پوهېږي چې په هغه څه شوي دي.

ټرمپ ویلي، دی پوتین له اوږدې مودې راهیسې پېژني خو اوس هغه پر ښارونو توغندي اوروي او خلک وژني.

له دې څرګندونو وروسته ټرمپ ویلي چې قطعا به پر مسکو د نورو بندیزونو د لګولو په اړه غور وکړي څو د سولې خبرو ته یې اړ کړي خو هغه کوم مشخص اقدام یاد نه کړ.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر خپل اصلي متحد د بیساري انتقاد په ترڅ کې هغه څه چې نوموړي د روسیې د حملو پر وړاندې د متحدو ایالتونو چوپتیا وبلله وغندل.

د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو د روسیې د تېرو دوو ورځو حملو ۱۳ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

- Advertisment -spot_img