پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

شمالي‌کوریا کې د بېړۍ خرابېدو له امله چارواکي نیول شوي

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ اعلان کړی،چې دغه هېواد کې د کښتۍ جوړولو یو شمېر چارواکي د یوې جنګي بېړۍ د خرابېدو له امله نیول شوي دي.

دغه جنګي بېړۍ چې ۵۰۰۰ ټُنه وزن لري، څو ورځې وړاندې سیند ته د ښکته‌کولو پر مهال زیانمنه شوې ده.

د شمالي‌کوریا مشر کېم جونګ اون چې د دې پېښې شاهد و، ګواښ يې کړی،چې مسئول چارواکي به بې‌ځوابه پرې نه‌ږدي.

هغه ویلي چې د کښتۍ جوړولو اړوند چارواکو د یادې بې‌غورۍ له امله د هېواد عزت ته زیان رسېدلی دی.

په نیول شویو کسانو کې د چونګجن بېړۍ جوړولو کارخونې چارواکي او نور کسان شامل دي.

کېم جونګ اون همدا راز امر کړی،چې دغه بېړۍ باید له جون میاشتې وړاندې بېرته ورغول شي.

د شمالي‌کوریا د دولتي رسنۍ زیاته کړې چې دغه هېواد به سیمه کې د امریکا او د دښمن مخ پر زیاتېدونکو ګواښونه مهار او کنټرول کړي.

د شمالي‌کوریا مشر له دې وړاندې په وار وار خپل پوځ ته د جګړې لپاره د چمتووالي امر کړی او په دې وروستیو کې یې، د پوځ د ټانک جوړولو کارخونو، هوايي ځواک او نورو پوځي برخو څخه لیدنې کړې دي.

- Advertisment -spot_img