قزاقستان په ترانس افغان ریللارې کې ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونې ته خپل چمتووالی تائید کړ.
له دې وړاندې طالبانو ویلي وو، چې قزاقستان د ازبيکستان او پاکستان ترمنځ د افغانستان په خاوره کې د ترانس افغان په نوم د ریللارې پر جوړولو نیم میلیارد ډالره پانګونې ته تیاری ښودلی، خو قزاقستان په دې اړه رسماً څه نه و ویلي.
د رېل فرایټ په نوم د ریللارو ځانګړې ویبپاڼې تېره شپه په یوه راپور کې د قزاق چارواکو په قول ويلي،چې دغه هیواد حاضر دی په ترانس افغان پروژه کې نیم میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
روسیې هم ویلي،چې په دې پروژه کې، په تېره بیا د ریلګاډو د ماشینونو په برخه کې پانګونې ته تیاره ده.
د دې پروژې په اړه په ۲۰۱۸ م کال کې د افغانستان، ازبيکستان او پاکستان ترمنځ موافقه وشوه.
د دې رېللارې د جوړېدو لګښت شاوخوا ۷ میلیارده ډالر اټکل شوی او د جوړېدو په صورت کې به د هغه په وسیله د کال کابو ۲۰ میلیونه ټنه بار لېږدېدای شي.



