د سپینې ماڼۍ ویانده وایي،چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره د ایران د احتمالي اتومي توافق او همداراز په واشنګټن کې د اسراییلي سفارت پر دوو کارکوونکو د ډزو په اړه خبرې کړې دي.
کارولین لیوېټ پرون پنجشنبې ویلي چې دواړو مشرانو “رغنده بحث” کړی او زیاته یې کړه: «ولسمشر ټرمپ باور لري چې له ایران سره خبرې پر سمه لار روانې دي.»
هغې وویل: ولسمشر باور لري چې «له ایران سره توافق کولی شي دوه لارې ولري: یوه ډېره مثبته دیپلوماتیکه حللاره، او بله، د ایران لپاره یو ډېر منفي حالت.»
په وروستیو ورځو کې نړیوالو رسنیو بېلابېل راپورونه خپاره کړي، چې ښيي ښايي خبرې ناکامې شي او اسراییل د ایران پر اتومي تاسیساتو برید وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوري نظام مشر، علي خامنهیي، هم د ثور په ۳۰مه ویلي و چې «ګومان نه کوي» له امریکا سره د تهران د اتومي موضوع خبرې کومه نتیجه ولري او زیاته کړې یې وه چې «نه پوهېږي څه به وشي.»
ایران او امریکا تر دې دمه د عمان په منځګړیتوب څلور پړاوه خبرې کړي، او ټاکل شوې پنځمه دوره نن (جمعه) د غبرګولي دوهمه، د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي.
رویټرز خبري آژانس د یوې باخبرې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی، سټیو ویتکاف، به د دې پړاو خبرو لپاره روم ته سفر وکړي.
همداراز به، مایکل انټون، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی مقام دی، له هغه سره مل وي.
د سرچینې پروینا، «تمه کېږي چې دا خبرې به هم، لکه د تېر په څېر، هم مستقیمې او هم غیر مستقیمې وي.»
په همدې حال کې، د اسراییل د دوو چارواکو له قوله، اکسیوس وېبپاڼې د پرون پنجشنبې راپور ورکړی چې د اسراییل د ستراتیژیکو چارو وزیر، ران دِرمر، او د اسراییلي استخباراتي ادارې (موساد) مشر، دیوید بارنع، به د ایران د اتومي خبرو په څنډه کې له ویتکاف سره وویني.



