نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له «کرسک» څخه د اوکرایني ځواکونو تر شړلو وروسته له دغې سیمې کتنه کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په لومړي ځل کرسک ته تللی دی.
همداراز کرملین نن چهارشنبې ویلي، چې د دغه سفر پر مهال ولادیمیر پوتین ته د کرسک اټومي برښنا کارخونې د فعالیت او پرمختګ په اړه معلومات ورکړل شول.
باید وویل شي چې پوټین دغې سیمې ته وروسته له هغه تللی، چې روسي ځواکونو د اوکراین ځواکونه له کرسک څخه په زور شړلي دي.
په راپور کې راغلي، چې دا د ولسمشر پوتین لومړی ځل دی، چې له دغه سیمې څخه لیدنه کوي.
د کریملین ماڼې ویلي، چې پوتین په سیمه کې له رضاکارانه سازمانونو سره وکتل او د کرسک دویمې اټومي برښنا له کارخونې څخه یې هم کتنه کړې ده.
د دولتي شرکت روساتوم مشر «الیکسي لیکاچیف» ویلي، چې د دې فابریکې د برابرولو کار په چټکۍ سره روان دی.
د یادولو ده چې کرسک ښار د اوکراین سره نږدې پروت دی او د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه کې دواړوو خواوو په وار وار د دې سیمې د نیولو ادعا کړې ده.



