چهارشنبه, جنوري 14, 2026
چهارشنبه, جنوري 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزه کې پر نسل وژنې او ويجاړیو د اسرائيلي ډيپلوماټ اعتراف

د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې د یوه اسرائيلي ډیپلوماټ په حواله راپور ورکړی،چې “اسرائیل له یوې رښتینې سونامي سره مخ دی چې لا به خراب شي.”

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، دې ورځپاڼي ته ویلي: “موږ په خورا بد حالت کې یو او نړۍ زموږ څخه شا اړولې او هېڅوک نه غواړي چې ورسره اړيکه ولري.

يادې ورځپاڼې د ډيپلومات له قوله ویلي: “د ۲۰۲۳ مم کال د نومبر راهیسې، نړۍ د فلسطیني ماشومانو د مړو او ویجاړو کورونو پرته بل څه نه دي لیدلي.”

چارواکي زياته کړې: “اسرائیل د بلې ورځې لپاره هېڅ حل لاره یا پلان نه وړاندې کوي، یوازې مرګ او ویجاړتیا.”

هغه دا هم ويلي: “یوه خاموشه بایکاټ شتون لري، خو دا به لا پراخ او شدید شي او موږ باید د هغې خطر کم ونه ګڼو.”

- Advertisment -spot_img