شنبه, نوومبر 15, 2025
شنبه, نوومبر 15, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزه کې لوږې؛ زرګونه ماشومان د مرګ له خطر سره مخ کړي

د غزې روغتیايي چارواکو نن چهارشنبې د اسراییلي ځواکونو د محاصرې له امله د لوږې او قحطۍ له پراختيا خبر ورکړی.

د راپورونو پر اساس، غزه کې د لوږې په دلیل د مارچ له دوهمې راهیسې لږ تر لږه ۳۲۶ فلسطینیانو ژوند بایللی دی.

ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی،چې په ۴۸ ساعتونو کې غزه کې ۱۴۰۰۰ ماشومان د مړینې له خطر سره مخامخ دي.

سره له دې چې اسرائیل دوه ورځې وړاندې غزې ته د محدودو بشري مرستو د بیا لېږد اجازه ورکړه، خو ملګري ملتونه وايي چې په غزه کې هېڅ ډول مرستې نه دي وېشل شوې.

ورته وخت کې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو غزه کې بمبارۍ ته دوام ورکړی او د تېرې شپې بریدونو کې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

پر غزې د اسراییلي ځواکونو د نویو پوځي عملیاتو له امله چې تېرو څو ورځو کې یې سلګونه فلسطینیان وژلي، په نړیواله سطحه نیوکې ډېرې کړي.

برېتانیې، فرانسې او کاناډا ګواښ کړی که پر غزې بریدونه ونه‌ درول شي او د مرستو لېږد مخنیوی وشي، نو پر اسراېیل به بندیزونه ولګوي.

- Advertisment -spot_img