پر اوکراین د روسیې له تازه خونړیو بریدونو وروسته د اروپايي هېوادونو مشرانو پر روسیې د بندیزونو د زیاتولو پرېکړه کړې.
بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د مسکو او کيیف ترمنځ پر «ډزبندۍ» ټینګار کړی دی.
ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره له ټلېفوني خبرو وروسته ویلي،چې روسیه او اوکراین به ژر پر اوربند خبرې پیل کړي.
روسي چارواکو د ټرمپ د ادارې په حواله دا هم ویلي،چې واشنګټن پر مسکو د نویو بندیزونو لګولو ته چمتو نه دی.
بلخوا ولادیمیر پوتین یو وار بیا ټینګار کړی،چې له اوکراین سره د اوربند ټینګښت یو څه وخت ته اړتیا ولري او د دې بهیر په اړه مذاکرات به څه ناڅه اوږدمهاله وي.
په ورته وخت کې له یو بل سره د امریکا او روسیې د مشرانو له تازه خبرو وروسته ځینو سترو اروپايي هېوادونو ویلي،چې دوی به پر مسکو د فشار لپاره نوي بندیزونه زیات کړي.
د ویلو ده چې څو ورځې مخکې روسي او اوکرایني چارواکو په ترکیه کې د مذاکراتو د نوي پړاو په پای کې د شاوخوا زرو پوځي بندیانو پر خلاصون هوکړه وکړه، خو د اوربند په تړاو شوې خبرې په کې بېپایلې پای ته ورسېدې.



