مسکو ټايمز راپور ورکړی، چې د بښنې نړیوال سازمان د «نامطلوبو» سازمانونو په لېست کې له شاملولو سره سره، روسي چارواکو د بشري حقوقو سازمان د لوېدیځ ملاتړ کوونکو سره په همکارۍ او د روسوفوبیا په هڅولو تورن کړ.
د روسیې حکومت پرون دوشنبې د بښنې نړیوال سازمان د «نامطلوبو» سازمانونو په لیست کې شامل کړی؛ یوه پرېکړه چې له دې سازمان سره تړلو افرادو لپاره به جدي پایلې ولري.
د روسیې د لوی څارنوال دفتر ویلي: “د بښنې نړیوال مرکز، چې په لندن کې موقعیت لري، د نړیوالو روسوفوبیک پروژو د روزنې او پلي کولو لپاره د مرکز په توګه کار کوي، چې د کیف رژیم د ملاتړو لخوا تمویل کېږي.”
دا په داسې حال کې ده چې په روسیه کې د بښنې نړیوال سازمان د سیمه ییز دفتر فعالیتونه مخکې د ۲۰۲۲ م کال په اپریل کې ځنډول شوي وو.
دا اقدام د هغه کال د فبروري په میاشت کې د ولادیمیر پوتین په امر په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو له پیله یوازې څو اوونۍ وروسته وشو.
د روسیې د قوانينو له مخې، د «نامطلوبو» سازمانونو په لېست کې د یوې ادارې نوم شاملول، د دغه هیواد په خاوره کې د هغې په فعالیتونو بشپړ بندیز معنی لري او له داسې ادارې سره هر ډول همکاري کولی شي د حقیقي یا حقوقي افرادو لپاره قانوني تعقیب ته لار هواره کړي.



