سه شنبه, دسمبر 9, 2025
سه شنبه, دسمبر 9, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړيکو پر پراختیا د ایران ټینګار

د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، معدن او سوداګرۍ وزیر د طالبانو د معادنو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې اعلان کړی،چې افغانستان ته به د معادنو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخه کې خپلې تجربې او تخنیکي پوهه انتقال کړي.

افغان غږ خبری آژانس: د ایران د صنعت، معدن او سوداګرۍ وزیر، سید محمد اتابک د طالبانو د معادن او پټرولیم سرپرست وزیر، ملا هدایت الله بدري سره په ليدنه کې اعلان کړی، چې افغانستان ته به د معادنو د اکتشاف، استخراج او پروسس برخه کې خپلې تجربې او تخنيکي پوهه انتقال کړي، دواړو لوريو د دوه اړخیزو اړیکو له پراختیا خوښي څرګنده کړې او په ځانګړې توګه د معادنو په برخه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ایران د دولت د معلوماتي ویب پاڼې د راپور له مخې، اتابک په دواړو هېوادونو کې احتمالي ظرفیتونو او بډایه معادنو ته په اشارې سره، دا سرچینې د اضافي ارزښت او مشترک اقتصادي پرمختګ لپاره یو ستراتیژیک فرصت ګڼلی او ویلي دي: د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی،چې له افغانستان سره د ټیکنالوژۍ د انتقال، د مشترکو ښارګوټو او فابریکو د جوړولو او همدارنګه د دوه اړخیزو پانګونو له لارې خپلې اقتصادي همکارۍ پراخې کړي.

هغه همدارنګه هیله څرګنده کړې،چې د معادنو او منرالونو په برخه کې د همکارۍ پراختیا به د دواړو هیوادونو د عایداتو په زیاتوالي او د تهران او کابل ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.

اتابک د دوه اړخیزو تړونونو د پلي کولو اړتیا باندې ټینګار سره خپلې خبرې پای ته رسولې او هیله یې څرګنده کړې،چې د دې همکارۍ پایلې به د دواړو هیوادونو پرمختګ، سوکالۍ او اقتصادي امنیت ته ګټه ورسوي.

- Advertisment -spot_img