دوشنبه, جنوري 12, 2026
دوشنبه, جنوري 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غور کې د خلکو په شخصي لګښت ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

غور کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسئولین وایي چې د یاد ولایت په مرکز، فیروزکوه کې د خلکو په شخصي لګښت د یو ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې په دې  ودانۍ ۵۰۰ زره افغانۍ مصرفېږي او د شپږو درسي خونو په لرلو سره به د زده‌کوونکو د درسي چاپېریال ستونزه تر ډېره ورسره حل شي.

غور کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسئولینو دا هم ویلي،چې د «تحت‌غلمین» ښوونځي لپاره دا ودانۍ د خلکو په شخصي لګښت جوړېږي او د چارو تر بشپړېدو وروسته به نږدې راتلونکي کې ګټې‌اخیستو ته وسپارل شي.

بلخوا د دې ښوونځي زده‌کوونکو د زده‌کړو په برخه کې د خلکو له ملاتړ مننه کړې او له طالبانو یې په ځینو نورو سیمو کې هم د ورته ودانیو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

تېره اوونۍ د بامیان په یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ د نجونو د لومړني ښوونځي لپاره یوه ودانۍ جوړه او ګټې‌اخیستو ته وسپارل شوه.

د ویلو ده چې له دې مخکې هم په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په داسې حال کې چې لا هم د هېواد په ځینو لرې پرتو سیمو کې ماشومان او تنکي ځوانان د مناسب درسي چاپېریال د نشتون له ستونزې سره مخ دي.

- Advertisment -spot_img