جمعه, جنوري 16, 2026
جمعه, جنوري 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سعودي له امریکا سره د غزې جګړې په درولو هوکړه کړې

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د امریکا له ولسمشر سره یې غزه کې د جګړې بندولو، بندیانو خوشې کولو او د بشري مرستو په رسولو پر اړتیا هوکړه کړې.

د سعودي بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ویلي، ټرمپ سعودي ته د خپل سفر په ترڅ کې د ستراتیژیکو همکاریو ژورتیا او د کړکېچونو د حل لپاره په جدي کار ټینګار کړی دی.

ریاض او واشنګټن داسې مهال غزه کې د جګړې په درولو هوکړه کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې سعودي عربستان ته ولاړ او هلته یې له سعودي چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

بلخوا له دې وړاندې رسنیو راپور ورکړی و، چې غزه کې د جګړې پر دوام د نتنیاهو له ټینګار وروسته د ټرمپ او نتنیاهو ترمنځ اختلافونه راپورته شوي دي.

یاده دې وي، چې ټرمپ له سعودي وروسته قطر ته روان شو؛ راپورونه وايي، ښايي ټرمپ قطر کې د دې هوکړې او غزې جګړې درېدو اعلان وکړي.

- Advertisment -spot_img