پنجشنبه, جنوري 22, 2026
پنجشنبه, جنوري 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له اقلیمي بدلون سره پر مبارزې د آسیایي بانک ټینګار

په افغانستان کې د اسیاسي بانک مسئولينو د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه خپل لومړیتوب بللې او په دې برخه کې یې له افغانستان سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د اسیاسي بانک د کرنې او طبیعي سرچینو څانګې مسئول د افغانستان د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې له سرپرست، مطیع‌الحق خالص سره په کتنه کې ویلي،چې له اقلیمي بدلون سره مبارزه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده.

د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره د دې ادارې او اسیاسي بانک پر ګډې همکارۍ او همغږۍ بحث او خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده،چې څه موده وړاندې ملګرو ملتونو افغانستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې شپږم حساب کړی،چې د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي.

د اقلیمي بدلون سترې پایلې وچکالي، بې‌وخته ورښتونه، زلزلې او خونړۍ سېلابونه بلل کېږي.

د ویلو ده،چې په تېرو نږدې درېیو کلونو کې په افغانستان کې د زلزلې خونړیو ټکانونو او مرګونو سېلابونو هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي او همدا راز د وچکالۍ په برخه کې د څښاک پاکو اوبو ته د هېواد د ډېرو لرې پرتو سیمو د اوسېدونکو لاسرسی سخت شوی دی.

- Advertisment -spot_img